خبرونهنړۍ

د ایران ولسمشر په خپل لومړني رسمي سفر پاکستان ته ورسید

کابل ټیلیګراف – ۱۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا په دوه ورځني رسمي سفر پاکستان ته ورسید.

نوموړي ته د لاهور په هوايي ډګر کې  د مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف او د پنجاب وزیرې اعلی مریم نواز لخوا هرکلی وویل شو، دغه راز د لاهور په علامه اقبال نړیوال هوایي ډګر کې د پاکستان او ایران بیرغونه او دایران او پاکستان د لوړ پوړو چارواکو انځورونه نصب شوي وو.

د ایران ولسمشر به د اقبال د مزار د لیدنې وروسته نن ماښام اسلام‌آباد ته ولاړ شي.

پاکستان ته دا دایران د ولسمشر لومړی رسمي سفر دی، او نن ماښام به هغه د خپل پاکستاني سیال آصف علي زرداري او نورو لوړ پوړو چاروکو سره وګوري.