ټیکنالوژيخبرونهنړۍ

په دوبۍ کې روباټ په سړکونو تګ راتګ پیل کړ

کابل ټیلیګراف – ۱۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د متحده ایالاتو په دوبۍ کې روباټونو د انسان په څېر په سړکونو تګ راتګ ترسره کړی، چې خپره شوې ویډیو یې د زیاتو کسانو پاملرنه ځانته راوړولې ده.

د ټیکنالوژي په نړۍ کې په چټکۍ سره نوښتونه راځي او د روباټونو جوړولو چارې هم په چټکۍ سره وده کوي. 

په ډېرو هېوادونو کې روباټونه د خدمتونو لپاره کارول کېږي، ځینې په رستورانتونو کې کار کوي، ځینې په فابریکو کې خدمتونه ترسره کوي، او حتی په ورزشي میدانونو کې د روباټونو ترمنځ سیالۍ هم ترسره شوې دي. 

په وروستیو کې په دوبۍ کې پر یوه سړک د انسان په څېر روباټ په چټکۍ سره منډې وهونکی ولیدل شو چې لیدونکي یې حیران کړل. 

د سړک پر سر د منډې وهونکي روباټ ویډیو خلکو ثبت کړې او په ټولنیزو رسنیو کې په چټکۍ سره ویرل شوې ده.

په دې وایرل ویډیو کې د روباټ مالک هم لیدل کېږي چې روباټ د ریموټ کنټرول له لارې چلوي.