
کابل ټیلیګراف – ۱۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو د ښځو برخې د افغانستان څانګې پر اېکس د هغو افغان ښځو او نجونو په اړه څرګندونې کړې دي چې له ایرانه او پاکستانه په جبري ډول را اړول شوې دي.
دغه بنسټ له مرستندویانو غوښتي چې د افغان نجونو او ښځو لپاره بودجه زیاته کړي او پر هغو مرسته رسوونکو پانګونه وکړي چې دوی ته خدمتونه وړاندې کوي.
هغوی له مرستندویانو غواړي چې دغې غوښتنې ته یې مثبت ځواب و وايي او په همکارۍ کې یې لاسنیوی وکړي.