
کابل ټیلیګراف – ۱۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
طالبان وايي چې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت یې د ختیځ نورستان ولایت ۸ کیلوګرامه ګرانبیه او نیمه ګرانبیه ډبرې یې پلورلي دي.
د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رییس مولوي سیدالرحیم عمیر ویلي، دغه ډبرې د ازادې داوطلبۍ له لارې پلورلي دی.
په راپور کې راغلي چې په دې ډبرو کې کونزایټ، بیروج او کمرین شاملې دي.
طالبانو د بیا واکمني کېدو وروسته د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د قیمتي ډبرو د پلور ترڅنګ د کانونو پراخه ویستنه پیل کړې ده.