افغانستانخبرونه

غزني کې د خوشال راډيو د نشراتو مدیر د طالبانو له بند ازاد شو

کابل ټیلیګراف – ۱۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په غزني ولايت کې د خوشال راډيو د نشراتو مدیر سلیمان راحل د طالبانو له درې مياشتني بند څخه ازاد شو.

یاد مرکز د نوموړي د خلاصون په اړه خوښي ښودلې او د ټولنيزو او اقتصادي مسايلو د خبرونو خپرولو په جرم د نوموړي نيول کېدل يې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ياده کړې ده.

سلیمان راحل د اسد په ۹مه د طالبانو له بند آزاد او خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی. نوموړی درې میاشتې وړاندې د ثور په ۱۵مه د غزني ولايت د استخباراتو رياست له لوري پر ټولنیزه شبکه فیسبوک باندې د ځينو نشراتو چې طالبانو يې د خپل نظام پر وړاندې تبلغات ګڼي نيول شوی وو او د جوزا په لومړۍ نېټه يې محاکمه وشوه او په درې میاشتو بند محکومت شو.