
کابل ټیلیګراف – ۱۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د بهرنیو رسنیو د معلوماتو له مخې؛ اوکراین د تور سمندر پر غاړه د روس د یوې تیلو تصفیهخانې باندې ډرون برید کړی دی.
د روسي چارواکو په وینا، ۱۲۷ اور وژونکي د اور مړ کولو په هڅه کې دي، په داسې حال کې چې د هوايي خوندیتوب له امله د سوچي هوايي ډګر الوتنې ځنډول شوې دي.
د روسي دفاع وزارت چارواکو ویلي، د هوايي دفاع واحدونو ۹۳ اوکریني ډرونونه ویشتلي دي.
بل پلو، د اوکراین په سویلي ښار میخولایف باندې د روسي توغندیز برید کې د ۷ وګړو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.