خبرونهنړۍ

د اسرائیلي وزیر بن ګویر په مشرۍ سلګونه یهودانو اقصې جومات کې مذهبي مراسم ترسره کړي

کابل ټیلیګراف – ۱۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال  

د ډیلي صباح د راپور له مځې؛  د یروشلم اسلامي اوقافو ادارې ویلي، سهار وختي لږ تر لږه ۱,۲۵۱ غیرقانوني اسرائیلي آبادکارانو د اقصیٰ جومات په احاطه کې په زورواکۍ داخل شول او او تلمودي مراسم یې ترسره کړل، سندرې یې ویلې او نڅا یې وکړه، چې دې کسانو ته د اسرائیلي پولیسو له لورې امنیتي تدابیر نیول شوي و.

د یادو کسانو د داخلېدو پر مهال پر مسلمانو لمونځ کوونکو، خبریالانو او د اقصیٰ جومات پر ساتونکو هم بریدونه شوي.

د یادونې وړده، چې د اقصیٰ جومات د اسلام درېیم مقدس مقام لري، خو یهودان یې د ټیمپل ماونټ په نوم یادوي او دعوه کوي چې په تېر وخت کې دلته د دوی دوه هیکلونه موجود وو. 

اسرائیل د ۱۹۶۷ کال د عرب-اسرائیل جګړې پر مهال ختیځ یروشلم، چې اقصیٰ جومات پکې موقعیت لري، اشغال کړ.