خبرونهنړۍ

ایران خپله هوايي حریم په بشپړه توګه پرانیست

کابل ټیلیګراف – ۱۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال  

د ایران او اسرائیل ترمنځ د اوربند وروسته، ایران په بشپړ ډول د خپل هوایي حریم د پرانیستلو اعلان وکړ.

د بهرنیو رسنیو په وینا، د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې (CAO) د اسرائیل سره د ۱۲ ورځو جګړې وروسته نن د خپلې هوايي حریم د بشپړ پرانیستو اعلان وکړ.

د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې په اعلامیه کې ویل شوي چې اوس د کورنیو او بهرنیو الوتنو عملیات بیا پیل شوي دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د مهرآباد هوايي ډګر هم په بشپړه توګه د الوتنو لپاره بحال شوی دی. 

د یادونې وړده، چې د جولای له ۱۷مې راهیسې د ایران ټول هوايي ډګرونه د الوتنو لپاره پرانیستل شوي وو، خو د مهرآباد هوايي ډګر یوازې د ورځې په محدودو ساعتونو کې کارول کېده.