خبرونهنړۍ

مدینه منوره د نړۍ په کچه تر ټولو غوره روغتیايي ښار اعلان شو

کابل ټیلیګراف – ۱۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال  

د نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره تر ټولو مقدس ښار مدینه منوره د نړیوال روغتیا سازمان (WHO) لخوا د “صحي ښار” یا هیلتي سټي په توګه اعلان شوی دی. 

د سعودي خبري رسنۍ (SPA)  ویلي، د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیواله سازمان WHO لخوا مدینه منوره ته دا رتبه د ۸۰ بېلابېلو معیارونو په پوره کولو سره ورکړې ده.

دا رتبه هغو ښارونو ته ورکول کیږي چې د ښاري روغتیا، چاپیریال او هوساینې په برخو کې غوره فعالیت کوي. 

د یادونې وړ ده چې د WHO د “صحي ښار” په لیست کې د شاملېدو لپاره هر ښار باید په ۸۰ فعالیتونه پوره کړي، چې په کې شنه پارکونه، د پیدل تګ خوندي لارې، د روغتیا بنسټیز مرکزونه او د تعلیمي ادارو له لارې د روغتیا وده شاملي دي. 

دغه راز WHO د سعودي عربستان ۱۴ نور ښارونه هم د صحي ښارونو په لیست کې شامل کړي، چې پکې طائف، تبوک، الدرعیه، عنیزه، جلاجل، المندق، الجموم، ریاض الخبری او شروره شامل دي.