
کابل ټیلیګراف – ۱۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
سرچینې وايي، د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې يوه ښځينه روغتيايي کار کوونکې نن سهار د ناڅرګنده وسله والو کسانو له لوري وژل شوې ده.
د وژل شوې ښځينه روغتيايي کار کوونکي د کورنۍ يو غړي د نوم نه خپرولو په شرط کابل ټيلیګراف ته وويل چې نوموړې د جلال اباد حوزوي روغتون روغتيايي کار کوونکې وه او نن سهار هغه مهال چې له کوره د دندې پر لور روانه وه د موټر سپرو وسله والو کسانو له لوري ووژل شوه.
ننګرهار کې طالب چارواکو په دې اړه لا کوم غبرګون نه دی ښودلی
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې ملګرو ملتونو د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې د داعش ډلې د فعالیتونو موجودیت د پراختيا په اړه اندېښنه ښودلې وه.