
کابل ټیلیګراف – ۱۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي چې افغانان تر بل هر وخت اوسمهال ډېرو نړیوالو او بېړنيو بشري مرستو ته اړتیا لري.
هغه وايي، په افغانستان کې روانه بې وزلي، بې روزګاري، وچکالي او په زيات شمېر کې خپل هېواد ته د کډوالو جبري ستنېدنه د دې سبب شوې چې ستونزې لا ډېرې کړي او د دغه هېواد اوسېدونکي نړیوالو مرستو ته اړ کړي.
ګوتریش دغه څرګندونې د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د دوامدار پرمختګ د موخو د مرکز په پرانیستغونډه کې کړي دي.
نوموړي هيله څرګنده کړې چې دا مرکز به د نړیوالو او سیمه ييزو همکارانو پر مټ وتوانېږي چې د افغانانو لپاره د بشري مرستو راټولو برخه کې پرمختګ وکړي.