
کابل ټیلیګراف – ۱۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
پاکستاني او افغان دیپلوماتیکو چارواکو تایید کړې چې پاکستان ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیر خان متقي سفر د تخنیکي دلایلو له امله ځنډول شوی دی.
ټاکل شوې وه، چې نن د طالبانو بهرنیو چارو وزیر په یوه دوه ورځني سفر اسلام ته ولاړ شي.
دغه سفر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په رسمي بلنه ترسره کېدو.
دیپلوماتیکو سرچینو ویلي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سفر لپاره به نوې نیټه د دواړو خواو به مشوره اعلان شي.