
کابل ټیلیګراف – ۱۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په ننګرهار کې د طالبانو د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویلي، د هغې روغتيايي کار کوونکې د وژلو په تور يې دوه کسان نيولي چې پرون په جلال اباد ښار کې وژل شوې وه.
مسوولین وايي، د دغې نرسې په وژلو کې يې خاوند لاس درلود.
په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وياند سيد طيب حماد رسنیو ته ويلي، د اوومې امنیتي حوزې ځواکونو د یوه خصوصي روغتیايي مرکز د نرسې د وژنې په تړاو دوه تنه تورن کسان نیولي.
هغه زیاته کړې، وژل شوې مېرمن د نرسې په توګه دنده لرله او د کورني اختلاف له امله د خپل خاوند لخوا د قتل هدف ګرځېدلې. ویل شوي چې نوموړې له خپل خاوند نه د طلاق غوښتنه لرله، خو خاوند یې د یادې غوښتنې له نه منلو سره شاوخوا یو لک افغانۍ او ۳ زره ډالر یو کس ته ورکړي وو، تر څو مېرمن یې ووژني.
دا پېښه پرون سهار د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند الفت مېنې سیمه کې د امنیه قوماندانۍ په څو سوه مترۍ کې شوې ده.