افغانستانخبرونه

د ننګرهار په یوه مدرسه کې ۴۰ طالب زده کوونکي مسموم شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

سرچینې وایي، د ننګرهار شینوارو ولسوالۍ په ۲۹مې ویالې سیمه کې په یوه مدرسه کې ۴۰ تنه طالب زده کوونکي مسموم شوي دي.

دغه سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: یاده مدرسه د کوچیانو اړوند ده.

هغه په دې اړه نور معلومات له ځآن سره نه درلود او نه هم تر دې دمه سیمه ییزو مسؤلینو څه ویلي.

تر دې وړاندې هم د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې په مدرسو کې د مسموم کېدو پېښې رامنخته شوي دي.