افغانستانلوبې

له پاکستان او اماراتو سره د افغان کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزو لوبو ابتدايي نوملړ اعلان شو

کابل ټیلیګراف – ۱۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې له لوري د افغانستان، پاکستان او عربو متحده اماراتو د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې اړخيزې لوبلړۍ او اسیا جام کې د ګډون لپاره چمتوالی اعلان کړ.

دغه راز د کرکټ بورډ له لوري د متحده اماراتو او پاکستان سره د درې اړخیزه لوبو ابتدایه نوملړ هم اعلان کړ. په دغه نوملړ کې د پياوړو با تجربه لوبغاړو ترڅنګ ځوانو لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی دی.

کرکټ بورډ پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: ((افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې ابتدايي ۲۲ کسیز نوملړ رسنیز کړ چې د پاکستان او متحده عربي اماراتو پر وړاندې د راتلونکې درې اړخیزې لوبلړۍ او دغه راز د اسیا جام سیالیو لپاره د غوره چمتووالي په موخه به په تمریناتي کمپ کې ګډون وکړي. ))

ټاکل شوې ده، دغه درې اړخیز شل اوریز جام د اګسټ په ۲۹مې څخه د سپټمبر تر ۷مې نېټې د اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي او د اسیا جام لپاره د سپټمبر له ۹مې د همدغې میاشتې تر ۲۸مې نېټې وخت ټاکل شوی دی.