افغانستانخبرونه

خلیلزاد: طالبانو د مس عینک د تاریخي اثارو په انتقال سره، چینایانو ته د کانونو د استخراج لاره اسانه کړه

کابل ټیلیګراف – ۱۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

 په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر او د افغانستان لپاره د متحده ایالتونو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو له لوري د لوګر ولایت د مس عینک له سیمې څخه کابل ته د ۱۴۳ قلمه تاریخي اثارو د انتقال په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي دا چاره د طالبانو لخوا چینایانو ته د مس عینک د استخراج لپاره د لارې د اسانولو بهانه یاده کړې او يادونه يې کړې ده چې باید د مس عینک سیمه د کان کېدنې د بهير تر څنګ باید په خپله تاریخي مخینه پاتې شی.

زلمي خلیل زاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: ((پدې تړاو بهتره انتخابونه موجود و او لا هم شته چې د کان استخراج ته اجازه ورکړي او دا لرغونې ساحه به هم خوندي پاتې شي. چینایان د افغانستان د تاریخي میراث په اړه بې تفاوته دي، او طالبان شاید د کان کیندنې د بدیلو لارو او میتودونو په اړه آګاهي ونلري. بدیل انتخابونه ښایي په لنډمهاله موده کې نسبتا ډیر لګښت ولري، خو په اوږدمهال کې ب افغانستان، د ایټالیا پومپي په کچه، د ګرځندوی لپاره یو لوی ظرفیت له لاسه ورکړي. دا تراژیدي د مخنیوي وړ ده.))

د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت پرون اعلان وکړ چې د مس عینک له سیمې را ویستل شوي ۱۴۳۰ قلمه تاریخي اثار یې د خوندیتوب په موخه له لوګر څخه کابل ته انتقال کړل.