خبرونهنړۍ

باکستان کې سیلابونو د ۳ سوه کسانو ژوند اخیستی

کابل ټیلیګراف – ۱۳ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې اعلان کړی چې د سرطان له پیل راهیسې، سختو بارانونو او سېلابونو د دې هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې د ۲۹۹ کسانو ژوند اخیستی دی.

 د دې ادارې په وینا، په قربانیانو کې ۱۴۰ ماشومان شامل دي. 

دې ادارې ویلي، سېلابونه د سرطان له ۵مې پیل شوي او په بېلابېلو سیمو کې یې درانه زیانونه اړولي دي. 

د راپور له مخې، قربانیان ۱۰۲ نارینه، ۵۷ ښځې او ۱۴۰ ماشومان دي. همدارنګه، په ټپیانو کې ۲۳۹ ماشومان، ۲۰۴ ښځې او ۲۷۲ نارینه شامل دي. 

د رسمي شمېرو له مخې، تر اوسه ۱،۶۷۶ کورونه زیانمن شوي، چې له دې جملې ۵۶۲ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ او ۱،۱۱۴ کورونه نیم ویجاړ شوي دي.

سربېره پر دې، ۴۲۸ څاروي هم تلف شوي، چې د کلیوالو سیمو د کورنیو پر اقتصادي وضعیت یې اغېز کړی دی.