افغانستانخبرونه

طالبان د کابل ښار پر دیوالونو د برېښنا سپمولو په اړه د پیغامونو لیکلو لړۍ پیلوي

کابل ټیلیګراف – ۱۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمیټې په غونډه کې د کابل ښار پر دیوالونو د برېښنا سپمولو په اړه د پیغامونو لیکلو طرحه تایید او د وروستۍ پرېکړې لپاره اقتصادي کمېسیون ته ولېږل شوه.

د یاد کمیسیون په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه راز یادې کمیټې د کارګرو ملي ټولنې د اساس نامې د ځنډ، د کاري جوازونو د صادرولو او کابل ته پنجشېر له سیند څخه د اوبو د لېږد لپاره د ټاکل شویو کمیټو راپورونه تایید او اقتصادي کمېسیون ته راجع کړل.