
کابل ټیلیګراف – ۱۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب د دې وزارت د یو کلنو لاستهراوړنو تشریح پروګرام کې وویل، چې د ۱۴۴۶ قمري کال د حج مراسمو ټول لګښت ۸ میلیارده، ۱۶۳ میلیونه او ۳۱۲ زره افغانۍ و.
د نوموړي په وینا، له دې لګښت څخه څهباندې ۱۱۵ میلیونه افغانۍ اضافه شوې دي، چې هر حاجي ته به نږدې ۴ زره افغانۍ بېرته ورکړل شي.
نوموړي له حاجیانو غوښتي، چې د خپلو پاتې پیسو د ترلاسه کولو لپاره ارشاد، حج او اوقافو وزارت یا ولایتي ریاستونو ته مراجعه وکړي.