
کابل ټیلیګراف – ۱۴ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په غزه کې د پینځو کلونو کمعمره ټول ماشومان د ژوند ګواښونکې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د دې عمر په کټګورۍ کې شامل ټول ماشومان، چې شمېر یې ۳۲۰ زرو ته رسېږي، د تغذیې اړوندو خدمتونو لهمنځه تللو له امله سخت اغېزمن شوي. دوی خوندي اوبو، د مور شېدو بدیل خوړو او دغه راز د درملنې له لارې تغذیې ته لاسرسی نه لري.
دا خبرداری داسې مهال ورکړل شوی، چې د صهیونیستي رژیم له لوري غزې ته د بشري مرستو مخنیوي سره دغلته ورځ تر بلې د لوږې او خوارځواکۍ لمن پراخیږي او له همدې کبله تراوسه د لسګونه ماشومانو په ګډون ۱۸۰ تنو ژوند بایللی دی.