
کابل ټیلیګراف – ۱۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت سرپرست او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني له هغه افغان ماشوم سره د ستاینې په پار لیدلي او هغه يې زده کړو ته هڅولی دی.
سرچینې وايي، چې د سراج الدین حقاني له لوري نوموړی ماشوم خپل مېلمستون ته وربلل شوی دی او د هغه د ستاېینې په پار یې ورته يو کمپيوټر او نغدي مرسته هم ورکړې ده.
سمیعالله د لوګر اوسېدونکی دی او اوسمهال په اکوړه کې د کډوالو په کمپ کې ژوند کوي.