
کابل ټیلیګراف – ۱۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
غزني کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د قرهباغ ولسوالۍ مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د غزني د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن سهار د دغه ولایت د قرهباغ ولسوالۍ اړوند په عبدالله ګل سیمه کې د کابل ـ کندهار پر لویه لار د دوو وړو موټرو د ټکر له امله شوې ده.
سرچينې لیکلي چې په پېښه کې پنځه تنه ټپيان شوي دي.
امنیې قوماندانۍ زیاته کړې چې د پېښې ټپیان د غزني ولایت ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.