
کابل ټیلیګراف – ۱۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو ستره محکمه وایي، د کابل ولایت له نشهیي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې نهه کسان په دُرو وهلي دي.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ولایت د نشهیي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې ۹ کسانو ته د نشې ټابلېټونو (ذيکپ او کا)، شیشې او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو، تعزیري سزا ورکړل شوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له یو کال تر ۱۸ میاشتو پر تنفيذي بند او له ۱۰ تر ۲۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.