
کابل ټیلیګراف – ۱۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
کاپیسا کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز محمودراقي کې د یوې کورنۍ د دوو غړو ترمنځ د ځمکې د وېش پر سر شخړه رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې ښکېل یوه کس په ډزو خپل ورور وژلی او دوه نور کسان یې ټپیان کړي دي.
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز ویلي چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا اتهنیمې بجې د دغه ولایت د مرکز په شوخي سیمه کې د میراث د وېش پر سر د یوې کورنۍ د دوو غړو ترمنځ د نښتې له امله شوې ده.
هغه ویلي چې دوه نور ټپیان هم د یادې کورنۍ غړي دي او ډز د ښکاري (چرهيي) ټوپک په وسیله شوی دی.