افغانستانخبرونه

د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې ۱۲ هکټاره ځنګلونه د طالبانو د بې غورۍ له امله وسوځېدل

کابل ټیلیګراف – ۱۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

د کونړ ولايت د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د دغې ولسوالۍ په ځنګل کې اور لګېدنه رامنځته شوې وه خو د ځايي طالب چارواکو بې غوري او د ناوخته رسېدو له امله يې ۱۳ هکټاره ځنګل سوځولی دی.

يو ځايي اوسېدونکي کابل ټيلیګراف ته وويل، هغه مهال چې اور رامنځته شو او ډېر په اسانۍ سره مهار کېدلی شو، خلکو ولسوالۍ مسوولینو سره اړیکه وکړه خو هغوی پر وخت اقدام ونکړ او له امله یې ځنګل کې اور پراخه شو او ۱۳ هکټاره ځنګل د اور لمو کې وسوځېد.

خو د ناړۍ لپاره د طالبانو ځايي ولسوالۍ امین الله شهاب رسنيو ته ويلي چې دغه اور لګېدنه د سختو بادونو له امله رامنځته شوې وه او د اړینو تجهیزاتو نشتوالي له امله دوی اور مهار نه شو کړای.

هغه وايي، ولايتي ادارې او په دغه ولايت کې د پېښو سره د مبارزې ریاست څخ هد همکارۍ غوښتنه شوې خو تر اوسه کومه مرسته نه ده رسېدلې.