افغانستانخبرونه

ایران: له افغانستان څخه دغه هېواد ته د نشه يي توکو قاچاق کې زیاتوالی راغلی

کابل ټیلیګراف – ۱۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال  

د ایران د نشه يي توکو پر د مبارزې مرکزي کمېټه وايي چې په دې وروستيو کې دغه هېواد ته د افغانستان له سرحد څخه د نشه يي توکو د قاچاق کچه لوړه شوې ده.

د دغې کمېټې منشي سعید ذوالفقار په يو بیان کې په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې او له افغان طالبانو يې غوښتي چې د نشه يي توکو د قاچاق مخنیوی وکړي.

هغه پرون د سه شنبې په ورځ په تهران کې يو خبري کنفرانس کې وويل په داسې حال کې چې طالب چارواکي په دغه هېواد کې د ۹۰ سلنه نشه یي توکو د لمنځه وړلو ادعا کوي خو له دوی سره په سرحد کې د نشه يي توکو په ځانګړي توګه د شیشې او هروینو قاچاق کې زیاتوالی راغلی دی.

دی وايي، دوی دا څرګندونې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په برخه کې د رڼې همکارۍ او انسانیت په موخه کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان وايي، د خپل مشر (ملا هیبت الله اخوندزاده) په ځانګړي امر يې په هېواد کې د نشه يي توکو په کښت او قاچاق کې ۹۰ سلنه کمښت راوستی دی.