
کابل ټیلیګراف – ۱۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو سرحدي پولیسو ویاند عابدالله فاروقي ویلي، په تېره یوه اونۍ کې یې د هېواد له هوایي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو ۲۷ کسان د قاچاق، جعلکارۍ او نورو ناقانونه کړنو په تور نیولي دي.
ښاغلي فاروقي زیاته کړې چې نیول شوي کسان یې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندلي.
هغه د نیول شویو کسانو د هویت په اړه جزییات نه دي ورکړي.