
کابل ټیلیګراف – ۱۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د روسیې سمندري ځواک اعلان کړی، چې د پیکنګ او مسکو ترمنځ د نظامي همکاریو د پیاوړتیا په موخه، د دواړو هېوادونو سمندري بېړۍ د ګډو تمریناتو وروسته د جاپان سمندر ته داخلې شوي، تر څو ګډه ګزمې وکړي.
د روسیې د تاس خبري آژانس د راپور له مخې، د اقیانوس ارام د روسیې سمندري ځواکونو په بیان کې راغلي چې د دواړو هېوادونو جنګي بېړۍ، چې پکې د روسیې لوی ضد اوبوتښتي بېړۍ «ادمیرال تریبوتس» او د چین «شاؤژینګ» کښتۍ شاملې دي، له نورو حمایوي بېړیو سره یو ګډ عملیاتي ګروپ جوړ کړی او په جاپان سمندر کې یې خپلې ګزمې پیل کړې دي.
د اعلامیې له مخې؛ د دې ګډې ګزمې اصلي هدف د روسیې او چین ترمنځ د سمندري همکاریو پیاوړتیا، د آسیا – اوقیانوسیه په سیمه کې د سولې او ثبات ساتل، د سمندر څار عملیات او د دواړو هېوادونو اقتصادي ګټو ساتنه ده.
دوی زیاته کړې، د ماموریت پر مهال به د دواړو هېوادونو ځواکونه ګډ تمرینونه هم ترسره کړي چې پکې پوځي تمرینونه او عملیاتي همغږي شامله ده.
روسیې او چین تر دې وړاندې، د ۲۰۲۲ کال د اوکراین د جګړې له پیل وړاندې، د «بېمحدودي ستراتیژیک شراکت» تړون هم لاسلیک کړی و.