
کابل ټیلیګراف – ۱۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسلووینیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د اشغال شوې فلسطیني خاورې څخه یې دغه هېواد ته د هر ډول محصولاتو په وارداتو د بندیز پرېکړې کړې.
دغه وزارت زیاته کړې: “دا اقدام، د غزې د بشري او امنیتي وضعیت پر وړاندې د یوه اړین غبرګون له مخې شوی او پیغام ورکوي چې د نړیوالو قوانینو نقض پایلې لري.”
همداراز، حکومت اړوندو وزارتونو ته لارښوونه کړې چې له اسلووینیا څخه د دغو اشغال شویو سیمو پر لور د صادراتو د منع کولو امکان وڅېړي.
په ورته وخت کې، د اسلووینیا دولت اعلان کړی چې د غزې د جګړې له امله زیانمنو فلسطینیانو ته به د شاوخوا ۹۰۰ زره یورو په ارزښت د خوراکي توکو او کمپلو مرسته ولېږي.
اسلووینیا تېر کال د جون په میاشت کې، د اسپانیا، ایرلنډ او ناروې وروسته، فلسطین په رسمي توګه د یو خپلواک دولت په توګه په رسمیت پېژندلی.