خبرونهنړۍ

هند او روسیه د صنعتي او اقتصادي همکارۍ نوی تړون وکړ

کابل ټیلیګراف – ۱۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د هند د صنعت وزارت اعلان کړی، چې ډهلي او مسکو یو نوی تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به په کلیدي برخو لکه ریل پټلۍ، المونیم، سره‌ مېوې، او معدني ټکنالوژۍ همکاري پراخېږي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د هند او روسيې د صنعتي نوښت او همکارۍ د کاري ډلې يوولسمه غونډه د چهارشنبې په ورځ د نوي ډهلي د وانجيا بهاوان په ودانۍ کې د دواړو هېوادونو د سوداګريزو، اقتصادي، علمي، ټکنالوژيکي او کلتوري همکاريو د دولتي کمېسيون په چوکاټ کې ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د دواړو هېوادونو له ۸۰ څخه زیاتو لوړپوړو دولتي چارواکو، متخصصینو او د صنعت برخې فعالانو برخه اخیستې وه.

په ورته وخت کې د هند د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د هند پر صادراتي توکو ۲۵ سلنه اضافي تعرفې لګول په کلکه غندلي او ټینګار یې کړی، چې هند به د خپلو ملي ګټو د دفاع لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړي.

هند ویلي: “موږ له مخکې خپل دریځ روښانه کړی؛ زموږ واردات د بازار له اړتیاوو سره سم ترسره کېږي، او هدف یې د ۱.۴ میلیارده خلکو د انرژۍ امنیت ډاډمنول دي.”

سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د ځایي وخت له مخې یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې، د هند پر هغو صادراتي توکو ۲۵ سلنه اضافي تعرفې وضع شوې چې مستقیم یا غیرمستقیم د روسیې له خوا وارد شوي نفت کاروي.

 په دې سره د هند پر صادراتي توکو ټولیز تعرفه ۵۰ سلنې ته لوړه شوې ده.