افغانستانخبرونه

د ملګرو ملتونو د بندیزونو له امله ښايي طالبان په شانګهای غونډه کې ګډون ونکړي

کابل ټیلیګراف – ۱۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د چین په کوربتون د شاهنګهای غړو هېوادونو کلنۍ غونډه د اګسټ په ۳۱مه ترسره شي، د ملګرو ملتونو د بندیزونو له امله ښايي، طالبان دغې غونډه کې ګډون ونه شي کړلی.

دا اندېښنې وروسته له هغې را پورته شوي چې ملګرو ملتونو په يو تازه اقدام کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر امیر خان متقي ته اجازه ورنکړه چې پاکستان ته سفر وکړي. پر متقي باندې د سفر بندیز دی او تر څو چې دا بندیز لرې کړای شوی نه وي، بهرنیو هېوادونو ته نه سفر د ملګرو ملتونو له اجازې پرته سفر نه شي کولی.

ځينې سرچینې وايي چې چین هڅه کوي تر څو په دغه ناسته کې طالبانو ته د ګډون زمینه برابره کړي خو وروستيو تحولاتو ته په کتو هيلې ډېرې لیدل کېږي.