افغانستانخبرونه

ننګرهار کې یو کس د عمر په ۷۵ کلنۍ کې قران پاک ختم کړ

کابل ټیلیګراف – ۱۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ په یوې مدرسه کې د صاحب زده ګل په نوم یو کس د عمر په پنځه اویا کلنۍ کې د قران پاک ناظره ختم وکړ.

سیمه ییزو سرچینو کابل ټیلیګراف ته وویل: هغه چې اصل د کونړ اوسیدونکی دی، په درې کالونو کې بریالی شوی، چې د لومړي ځل لپاره قران پاک زده او ختم یې ادا کړي.

صاحبزاده ګل ویلي، بې سېواده دی، عصري او دیني زده کړې نلري او په لومړي ځل یې درې کاله وړاندې د قران پاک زده کړه پیل کړه، چې بالاخره یې په ختم کولو بریالی شو.