خبرونهعجایبنړۍ

شل کلن ځوان د ۴ سوه وګړو په ملتیا نوی هېواد جوړ کړ

کابل ټیلیګراف – ۱۷ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د اروپايي هېوادونو سربیا او کروشیا ترمنځ شخړه ییزې سیمې اوسیدونکو ته د پاکټ درې په نوم ویل کېدل، چې د یوه شل کلن ځوان لخوا د خپلواکه هېواد په توګه اعلان شو.

دا د ویټیکن ښار وروسته په نړۍ کې دویم تر ټولو وړوکی هېواد دی، چې خپل بیرغ، پیسې او کابینه لري.

دغه اسټرالیایي شل کلن ځوان هغه مهال د سوشل میډیا کاروونکو پام ځانته راواړوه، کله چې نوموړي ځان د “فری ریپبلک آف ورډیس” ولسمشر اعلان کړ. 

ډینیئل جیکسن نومي اسټرالوي ځوان په ۲۰۱۹ کال کې یوه داسې سیمه کشف کړه چې تر دې وړاندې د بل هېڅ هېواد تر ادارې لاندې نه وه. 

د امریکایي خبري اژانس د راپور له مخې، دا یو وړوکی قوم دی چې د کروشیا او سربیا ترمنځ د ډینیوب سیند پر غاړه په ۱۲۵ ایکره ځنګله کې میشته دي، چې خپل بیرغ، کابینه او پیسې هم لري. 

په فری ریپبلک آف ورډیس کې د کروشین او سربیا ترڅنګ انګلیسي ژبه هم ویل کیږي. 

ډینیئل جیکسن د هېواد د جوړولو اعلان کولو له امله د کروشیا چارواکو لخوا نیول شوی او دا یې د خپل هېواد د امنیت لپاره ګواښ بللی.