
کابل ټیلیګراف ۲۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په بريتانيا کې د ۷۰ کلنو څخه د زیات عمر لرونکو وګړو لپاره د موټر چلولو لپاره د سترګو ازموینه لازمې شوه.
د را پورونو له مخې؛ په بريتانيا کې د موټر چلولو قوانینو کې نوي اصلاحات رامنځته شوي دي او تر دې وروسته د اویا کلنو څخه زیات عمر لرونکو ته تر هغې د موټر چلولو اجازه نه ور کول کیږي، چې د سترګو دید ازموینه یې نه وي ورکړې.
رپوټونو کې ویل شوي چې د زړو وګړو لپاره د سترګو ازموینه مهمه ده او که چيرې په ازموينه کې ناکام شي نو د موټر چلولو څخه منع کيږي.
رپوټونو له مخې، دا اقدام د کمزوري سترګو لرونکي موټر چلونکي له امله د څلورو مړينو د پلټنو وروسته شوی.
د دغه پلټنو له امله د بريتانيا د لايسنس نظام “په اروپا کې تر ټولو وروسته” بلل شوی و.










