شپږیزه پای ته ورسېده، کومو لوبغاړو ښې لاس ته راوړنې درلودې؟
د شپږیزه کرکټ لیګ نهم پړاو د امونهګانو لوبډلې په بري پای ته ورسېده.
سږ کال په دې سیالیو کې د کرکټ د ملي لوبغاړو ترڅنګ د نولس کلونو کم عمره ځوانانو د ملي لوبډلې، د الف لوبډلې او د کورنیو سیالیو غوره لوبغاړي ولوبېدل.
که څه هم د سیالیو په لومړیو کې فکر کېده چې ښايي په بهرنیو لیګونوکې بوخت افغان لوبغاړي په دې سیالیو کې د ونه لوبیږي خو له څو لوبو وروسته معلومه شوه چې د راشد خان په ګډون ټولو ملي لوبغاړو چې په بهرنیو لیګونو کې په سیالیو بوخت ول خپل هیواد ته راغلل او په دې سیالیو کې یې برخه واخیسته.
که څه هم د سږ کال په سیالیو کې به کمې زیاتې نیمګړتیاوې وې، خو د کرکټ د څارونکو په باور د نویو او ځوانو لوبغاړو ښه لوبېدل هغه څه وو چې د دې لیګ ټولې نیمګړتیاوې یې تر اغیز لاندې راوستې.
د سږ کال په سیالیو کې د توپ وهنې په برخه کې ځوان صدیق اتل تر ټولو توپ وهونکې زیاتې ۴۲۳ منډې جوړې کړې.
صدیق اتل په نهه سیالیو کې د ۱۳۴ سټرایک ریټ او ۵۲ اوریج سره ولوبېده او په درېیو سیالیو کې پنځوسیزې جوړې کړې.
دغه ځوان لوبغاړي تقریبا په هره لوبه کې برید ګره او زړه وره لوبه وکړه او ښې منډې یې جوړې کړې.
که څه هم لوبډله یې بند امیر تر پایلوبې ورسېده خو ښايي اتلولي یې په نصیب کې نه وه او د دې سیالیو دوهم نمبر لوبډله شوه.
ذبید اکبري چې په دې سیالیو کې د امو نهګانو لوبډلې لپاره یې اوپننګ کاوه بل هغه توپ وهونکې وو چې په دې سیالیو کې ښې منډې وکړې.
په نهه سیالیو کې یې د ۱۴۴ سټرایک ریټ او ۳۷ اوریج سره یې ټولې ۳۳۶ منډې وکړې او د امو نهګانو په اتلولۍ کې یې مهمه ونډه درلوده.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د پنځوس اورونو سیالیو لوبډلمشر حشمت الله شاهدي چې تر ډېره په سلو لوبه مشهور دې په دې سیالیو کې د تمې خلاف د منډو جوړولو په برخه کې په درېیم نمبر راغی.
شاهدي چې د بند امیر لوبډلې لوبډلشمري هم ور ترغاړې وه په نهه سیالیو کې ۳۳۰ منډې وکړې.
په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډېرې ۷۸ نا سوزېدلې منډې وکړې او په دې سیزن کې یې ۴ پنځوسیزې درلودې.
درویش رسولې چې په دې سیالیو کې د بسټ لوبډلې لپاره لوبېده بیا په اته سیالیو کې ۲۷۳ منډې وکړې او د منډه جوړونکو ترمنځ یې څلورم مقام خپل کړو.
درویش رسولي چې د افغانستان د ملي لوبډلې غړی هم پاتې شوی خو ډېر چانس نه دی ورکړل شوې په دې سیالیو کې وښوده چې د شل اورونو بهترین لوبغاړی دی.
او عبدالمالک بیا د امو لوبډلې لپاره ولوبېده چې په نهه لوبو کې یې د خپلې لوبډلې په ګټه ۲۷۳ منډې وکړې او پنځم مقام یې خپل کړو.
دا هم ځوان لوبغاړی دی چې په راتلونکې کې د ملي لوبډلې یو ښه پیلیز توپوهونکې جوړېدای شي.
د توپ اچونې په برخه کې بیا د افغانستان سلو ملي لوبغاړی الا محمد غضنفر تر نورو ډېرې ویکټې واخیستي او د توپ اچونې په برخه کې تر ټولو مخکې شو.
دې چې په دې سیالیو کې د بند امیر لپاره لوبېده په نهه سیالیو کې اتلس مقابل لوبغاړي وسوزول او په ټولو ۳۶ اورونو کې یې ۱۲۶ منډې ورکړې.
په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډېرې څلور ویکټې واخیستې او په دریو اورونو کې یې ۱۲ منډې ورکړې.
دې په دې سیالیو کې تر نورو ټولو توپ اچونکې اقتصادي توپ اچونه وکړه او پایلوبې ته یې د بند امیر د لوبډلې په رسولو کې پوره پوره ونډه درلوده.
د افغانستان د ملي لوبډلې بل لوبغاړي امیر حمزه چې په چپ لاس سلو توپ اچونه کوي او له ډېرې مودې راهیسي له ملي لوبډلې لیرې دی د ۱۴ ویکټو په ترلاسه کولو سره د توپ اچونکو په ډله کې دوهم ځای ونیوه.
ده په دې سیالیو کې ۳۲ اورونه وکړل او ۲۱۲ منډې ترې وشوې.
په یوه لوبه کې یې تر ټولو غوره توپ اچونه په څلور اورونو کې د ۲۱ منډو ورکول او د دریو ویکټو اخیستل وو.
د افغانستان بل ملي لوبغاړي فضل حق فاروقي که څه هم په دې سالیو کې وروسته برخه واخیسته خو په پنځه سیالیو کې یې د ۱۲ ویکټو په اخیستلو سره د توپ اچونې په برخه کې درېیم ځای خپل کړو.
د دې ترڅنګ ننګیالی خروټي چې سلو توپ اچونه کوي بل ملي لوبغاړی وو چې تر نورو ډېرې یولس ویکټې یې واخیستي او په توپ اچونکو کې څلورم شو.
او شرف الدین اشرف چې د امو لوبډلې لپاره لوبېده په دې سیالیو کې یولس ویکټې واخیستي او پنځم ځای یې خپل کړو.
نورو لوبغاړو هم په خپل وار سره ښې کارکردګۍ وکړې خو دا لوبغاړي یې د یادولو وړ وو.
اوس نو کرکټ بورډ ته پکار دي چې د دغه سیالیو نه ښه لوبغاړي هغه که د توپ وهنې په برخه کې وو او که د توپ اچونې په برخه کې راواخلي او په ملي او الف لوبډله کې ځای ورکړي.
ځکه تر ډېره لیګونه د همدې لپاره وي چې ښه لوبغاړي ترې راوویستل شي.