افغانستانخبرونه

پنځو هیوادونو د غزې د نیولو طرحه وغندله

کابل ټيلیګراف – ۱۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د بریټانیا، جرمني، اسټرالیا، ایټالیا، او نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې ګډې اعلامیه کې د اسرائیلي رژیم د کابینې له لوري د غزې تړانګې د اشغال پرېکړه په کلکو ټکو غندلې ده.

 په یاده اعلامیه کې خبرداری ورکول شوی، چې دا اقدام « د نړیوالو بشري حقونو د نقض ګواښ» لري.