افغانستانخبرونه

طالبانو د غزې د بشپړ نیولو لپاره د اسرائیلو پرېکړه وغندله

کابل ټيلیګراف – ۱۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

طالبانو د غزې د بشپړ کنټرول په اړه د اسرائیل پرېکړه غندلې او له موثرو لورو یې غوښتي چې په دې اړه خپل قانوني او اخلاقي مسوولیت ادا کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «بهرنیو چارو وزارت د اشغالګر اسرائیلي رژیم له لوري د غزې ټولې سیمې د نیولو پرېکړه پر سختو ټکو غندي او دا یوه خطرناکه او د اندېښنې وړ پرېکړه بولي چې د جګړې د غځېدا او پراختیا لامل به شي او د فلسطیني ولس بشري کړکېچ به لا زیات کړي.»

بهرنیو چارو وزارت پر نړۍوالو موثر لورو، په ځانګړې توګه د سیمې پر اغېزناکو هېوادونو غږ کړی چې په دې اړه خپل قانوني او اخلاقي مسوولیت ادا کړي او اجازه ور نه کړي چې په غزه کې وار د مخه بشري کړکېچ لا پراخ او خونړی شي.

بلخي دغه راز زیاته کړې، چې په غزه کې باید ژر تر ژره د اوربند او بشري مرستو د داخلېدو لپاره زمینه برابره شي.

د اسرائیل سیاسي – امنیتي کابینې نن د جمعې سهار د غزې ښار د بشپړ کنټرول لپاره یوه طرحه تصویب کړې او د نتانیاهو دفتر په یوه بیانیه کې ویلي چې د اسرائیل پوځ د غزې ښار د کنټرول لپاره چمتووالی نیسي.