
کابل ټیلیګراف – ۱۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
لغمان کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو ۱۷ کلن ځوان په سیند کې د لامبو پر مهال اوبو ډوب او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
یوې سرچېنې کابل ټیلیګراف ته وویل، د ۱۷ کالو په عمر دغه ځوان لقمان شېرزاد نومېده او تېره ورځ (جمعه، ۱۷ د زمري) د لغمان سیند ته له خپلو ملګرو سره د تفریح لپاره تللی و چې د لامبو پر مهال اوبو ډب کړی او مړ شوی دی.
د هغه په خبره د لقمان جسد له اوبو را اېستل شوی او دوی ته سپارل شوی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې لقمان شېرزاد په اصل د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ د «کدیخېلو» سیمې اوسېدونکی و او په جلال اباد ښار کې یې د کرکټ په یوې اکاډمۍ کې له څو میاشتو راهیسې د توپ اچونې په برخه کې مسلکي زده کړې کولې.