
کابل ټيلیګراف – ۱۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د مالیې وزارت وایي چې د ګمرکي سرغړونو مخنیوي په موخه د هېواد په شپږو ګمرکونو کې ۲۱۵ امنیتي کامرې نصب او فعاله شوې.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کامرې د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تورخم، ډنډپټان، خوست، غلامخان او نیمروز په ګمرکونو او د ګمرکونو لوی ریاست د لابراتوار څانګه کې لګول شوې دي.
سرچينې لیکلي، د یادو امنیتي کامرو په نصبېدو سره به د امنیتي مسایلو ترڅنګ د ګمرکي سرغړونو او د پېښو مخنیوي برخو کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته شي.
مالیې وزارت زیاته کړې، دغه کامرې د یادو ګمرکونو په بېلابېلو برخو کي نصب شوې چې په نږدې راتلونکي کې به له پلازمېني کابل سره هم ونښلول شي.
د یادونې ده، څه موده مخکې د اسلامکلا او تورغونډۍ په سرحدي ګمرکونو کې هم ورته امنیتي کامرې نصب او فعالې شوې وې.