خبرونهنړۍ

هند: د ۵ جنګي الوتکو په ګډون یې د پاکستان ۶ الوتکې ویجاړې کړي

کابل ټیلیګراف – ۱۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د هند د هوايي ځواک مشر وایي، چې هندي هوايي ځواک د پاکستان په هوايي ډګرونو بریدونه کړي او هلته ولاړ الوتکې یې ویجاړې کړي. 

د هند هوايي ځواک درې میاشتې وروسته ادعا وکړه چې د پاکستان د ۵ جنګي الوتکو په ګډون ۶ الوتکې یې ویجاړې کړې. 

د هند د هوايي ځواک مشر مارشل اې پي سینګ وایي، د پاکستان سره یې د ۴ ورځنۍ جګړې پر مهال د دغه هېواد د ۵ جنګي په ګډون د پاکسان ۶ الوتکې یې ویجاړې کړي دي.

هغه زیاته کړه چې هندي هوايي ځواک د پاکستان هوايي ډګرونه په نښه کړل او هلته ولاړې الوتکې یې ویجاړې کړې. 

تر اوسه پاګستانی چارواکو د یادو څرګندونو په غبرګون کې څه ندي ویلي.