
کابل ټیلیګراف – ۱۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې (آئی ایس پي آر) ویلي، نن او پرون یې د افغانستان سره په سرحدي سیمه ژوب ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي.
د آئی ایس پي آر په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې نور ۱۴ هندي ملاتړي ترهګر وژلي او د دوی وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم د دوی لاسته ورغلي دي.
دغه دفتر ویلي، په دغه دوه ورځو ترسره شویو عملیاتو کې په ټولیز ډول ۴۷ وسله وال مخالفین وژلي دي.
تر اوسه د دغه خبر په اړه په یاده سیمه کې میشتو وسله والو ډلو څه ندي ویلي.