
کابل ټیلیګراف – ۱۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې، د اسرائیلي کابینې له خوا د غزې د بشپړ اشغال د پرېکړې وروسته، پرون ټوله ورځ په غزه کې د فلسطینیانو د وژنې لړۍ روانه وه.
د اسرائیل په تازه بمباریو کې د مرستو په تمه ولاړ ۲۱ تنو په ګډون۳۶ فلسطینیان وژل شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لوږې له امله ۴ تنه نور مړه شوي دي، چې له دې سره د اسرائیلي جګړې له پیل راهیسې د غذايي کمښت له امله د ۹۸ ماشومانو په ګډون د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۲۰۱ تنو ته ورسید.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې په اسرائیلي جګړه کې له ۶۱،۰۰۰ زیات فلسطینیان شهیدان شوي دي.
له بلې خوا، د غزې د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو بیړنی غونډه رابللې ده.
د عربي رسنیو په وینا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه به د شنبې په ورځ ترسره شي.
د دې غونډې د رابللو غوښتنه د ۱۵ غړو هېوادونو له ډلې ۱۴ هېوادونو کړې ده.