
کابل ټیلیګراف – ۱۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د لوګر ولایت سیمه ییز مسؤلین وایي، د کرکټ ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شاهدي په لوګر ولایت کې ۷ میلیونه افغانۍ پانګه کوي او په دغه ولایت کې به د تصفیه شوې اوبو او غیر الکولي مشروباتو تولید کارخونې جوړې کړي.
په یاد ولایت کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ مسؤلینو ویلي، چې دغه کار خونې جوړېدو په موخه یې ورته نن رسما جواز ورکړ.
د یادونې وړ ده چې اوس لوګر کې شاوخوا ۴۰ کوچنۍ او لویې تولیدي کارخونې بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.