
کابل ټیلیګراف – ۱۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
په غزني ولايت کې د يو سوداګر د دوه نيم ميلیونه ډالرو په لګښت د اوړو د تولید يوه کار خونه جوړه شوه چې په څلرویشت ساعتونو کې به ۲۵۰ ټنه اوړه تولیدوي.
دا فابریکه چې پرون يې په کار پیل وکړ شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته په کې په مستقيم ډول د کار زمينه برابره شوه.
د فابریکې مسوول بسم الله همدرد وايي، دغه فابریکه په ۱۲زره متره مکعب ځمکه جوړه شوې، اوسمهال په شپه او ورځ کې د ۲۵۰ ټنه اوړو د تولید وړتیا لري خو پلان کې ده چې راتلونکي کې دا کچه لوړه کړي.
د هغه په وینا د دې کارخونې ماشینونه له ترکیې هېواده راوړل شوي او د اروپا په کچه په نړۍوالو معیارونو برابره کارخونه ده.