
کابل ټیلیګراف – ۱۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د رویټرز د راپور لهمخې،زرګونو تنو تېره شپه په اشغال شویو سیمو کې د اسرائیلي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له لوري د غزې د نیولو د طرحې پر ضد لاریون وکړ.
لاریون کوونکو د جګړې ژر تر ژره پای ته رسېدو او د زندانیانو د ازادېدو غوښتنه کول او دغه راز یې له ټرمپ څخه هم غوښتې چې د نتانیاهو د جګړهغوښتونکو سیاستونو پر وړاندې اقدام وکړي.
د صهیونیستي رژیم له لوري د غزې د اشغال پریکړه له توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده.