افغانستانخبرونه

په ۲۰۲۵ کال کې ۲.۲ ميليونه افغان کډوال هېواد ته جبري ستانه شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان وايي چې د ۲۰۲۵ کال له پيله تر اوسه له ګاونډيو هېوادونو (ایران او پاکستان) څخه دوه ميليونه او ۲۰۰زره افغان کډوال په جبري ډول بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

ياد سازمان اندېښنه ښودلې چې له دغو کډوالو سره د نړیوالې ټولې بېړنيو مرستو پرته به په افغانستان کې د خوړو بحران رامنځته شي او د میلیونونو خلکو ژوند به له ګواښ سره مخ کړي.

د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان وياند فرحان حق په يو خبري کنفرانس کې وويل: ((له ایران څخه راستنو شويو کډوالو کې يو پر درې ښځې او نجونې دي خو له پاکستان څخه راستنو شويو کډوالو کې بیا نیمايي يې ښځې او نجونه دي.))

بلخوا د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه (UN Women) هم خبرداری ورکړی چې له ایران او پاکستان څخه ستنې شوې افغان کډوالې ښځې او نجونه بېړنيو مرستو ته اړتیا لري او اندېښنه يې ښودلې چې دغه مېرمنې ښايي له تاوتریخوالي سره مخ شي.

په دې وروستیو کې ایران او پاکستان يو ځل بیا له خپلو هېوادونو د افغان کډوالو جبري ستنېدنه پيل کړې چې کډوال یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.