افغانستانخبرونه

د ملګرو ملتونو څرګندونو ته د طالبانو د امربالمعروف غبرګون: ښځې له هېڅ بندیز سره مخ نه دي

کابل ټیلیګراف – ۱۹ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ملګرو ملتونو د ښځو برخې (UN Women) وروستيو څرګندونو ته په ځواب کې ويلي چې په افغانستان کې ښځې له هېڅ تاوتریخوالي او بندیز سره مخ نه دي.

یاد سازمان په يوه بیانیه کې ويلي وو چې په افغانستان کې ښځو له ګڼو تاوتریخوالو او د طالبانو له بندیزونو سره مخ دي او تر ډېره يې حقونه تر پښو لاندې کېږي.

خو د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر پر خپله اېکسپاڼه خپاره کړي يو غږيز پيغام کې ويلي چې دا څرګندونې حقیقت نه لري او ښځې له هېڅ ډول بندیز سره مخ نه دي.

هغه زیاته کړې: ((د امرباالمعروف وزارت د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې هغه څرګندونې چې ښځې په بې سابقه ډول له محدودیتونو سره مخ دي په کلکه ردوي. په افغانستان کې ښځو د اسلامي ټولنې په چوکاټ کې خوندي دي، د شرعي او قانوني حقونو څخه برخمنې دي. د عزت او افت بشپړ کورني امنیت تضمین لري.))

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د ښځو د زده کړو دروازې بندې شوي، په دولتي ادارو کې ترې د کار حق اخېستل شوی او له نورو ګڼو ستونزو سره هم مخ دي.