افغانستانخبرونه

د ننګرهار کرنې ریاست: پاکستان ته ۱۵ ټنه په ناروغۍ ککړ لیمو مسترد شول

کابل ټیلیګراف – ۱۹ زمری ۱۴۰۴ کال

په ننګرهار ولايت کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رياست وايي چې د تورخم له لارې يې په یوه لارۍ موټر کې بار هغه ۱۵ ټنه لیمو بېرته پاکستان ته مسترد کړي چې په ناروغۍ ککړ وو.

په ننګرهار کې د طالبانو د کرنې ریاست په يوه اعلامیه کې ويلي چې د دغه رياست د قرنطين مدیریت مسئولينو په تورخم ښارګوټي کې د یو داخلي شرکت په مرسته له پاکستان څخه راوړل شوې ۱۵ ټنه د کانکر په ناروغۍ ککړ لیموګان چې دکارولو وړ نه وو، بېرته ياد هېواد ته د ګډ پلاوي له لورې مسترد شو.
تر دې وړاندې هم له پاکستان څخه را اوښتي تاریخ تېر او بې کیفیت خوراکي او نور توکي دغه هېواد ته بېرته ورګرځول شوي دي.