افغانستانخبرونه

فراه کې يو ځوان په نشتو امکاناتو بې پیلوټه الوتکه جوړه کړې

کابل ټیلیګراف – ۱۹ زمری ۱۴۰۴ کال

په فراه ولايت کې يو ځوان په خپلو نشتو امکاناتو باندې یوه بې پيلوټه الوتکه جوړه کړې او غوښتنه کوي که يې ملاتړ وشي او امکانات ورته برابر شي، دغې الوتکې ته حقيقي بڼه هم ورکولی شي او نور نوښتونه هم کولی شي.

په فراه ولایت د طالبانو د والي د رسنيو دفتر د يوې اعلامیې په خپرولو ويلي چې یاد ځوان ضياء الحق نومېږي او د هڅونې لپاره یې والي مولوي غوث الدین رهبر نوموړی خپل کاري دفتر ته ورغوښتی دی.

اعلامیه کې راغلي چې والي نوموړی ځوان لا دا ډول کارونو ته وهڅاوه، نغدي مرسته يې ورسره وکړه او اړوندو ادارو ته يې سپارښتنه وکړه چې دغه ځوان ته د کار کولو زمینه برابره کړي.