خبرونهنړۍ

د پاکستان پوځ مشر عاصم منير يو ځل بیا امریکا ته تللی

کابل ټیلیګراف – ۱۹ زمری ۱۴۰۴ کال

په تېرو شاوخوا درېیو میاشتو کې د دویم ځل لپاره د پاکستان د پوځ مشر مارشال عاصم منیر د دویم ځل لپاره امریکا ته تللی دی.

په دغه سفر کې به نوموړی د امریکا له سیاسي او پوځي مشرانو سره پر لیدنو سربېره په متحده ایالتونو کې د مېشتو پاکستانيانو له ټولنو سره هم وګوري.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر په يو بیان کې ويلي چې عاصم منير د امریکاي پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) د نوي قوماندانۍ د دندې د پيل او پخواني قوماندانۍ د دندې د پای مراسمو کې هم ګډون وکړ.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختيا، په پوځي برخه کې د همکاريو زیاتوالی او ځينې نور مسایل د دغه سفر لویې موخې دي.